د کاناډا د صدراعظم مېرمن د ښځو له مخالفت سره مخامخ شوه

د ښځو په نړیواله ورځ يا د مارچ په اتمه د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو مېرمنې سوفي ګريګواير ټروډو پر ټولنيزو رسنيو له ښځو وغوښتل چې له هغه سړي سره لاس په لاس عکس واخلي او ورسره شريک يې کړي چې په ژوند کې د دوی تر څنګ درېدلی دی.
وروسته د کاناډا د پارلمان غړې ميشل رمپل پر خپل ټويټر پاڼه د 
مېرمن ټروډو د خبرې په عکس العمل کې داسي وليکل:
ماته هيڅ کله اړتيا نه ده پېښه شوې چې په یو چا مې لاس ونيسم.
په انګلیسي ژبه کې د دې مانا داسي هم راځي لکه: له هيڅ سړي څخه مې په ژوند کې مرسته نه ده غوښتې.

مېرمن ټروډو پر خپله فېسبوک پاڼه له خپل مېړه او د کاناډا له صدراعظم جسټين ټروډو سره لاس په لاس کې عکس خپور کړی او ورسره يې ليکلي: ايا بدلون راوستلو ته تيار ياست؟ دا اوونۍ موږ د ښځو نړيواله ورځ لمانځو نو راځئ هغه هلکان او سړي ولمانځو چې موږ هڅوي، نجونو او ښځو ته درناوی کوي او د (ښځو لپاره) له ږغ پورته کولو نه بيريږي. ستاسو په ژوند کې د داسي سړي سره لاس په لاس کې عکس واخلئ او پر ټولنيزو رسنيو يې خپور کړئ. موږ کولای شو په ګډه نور سړي وهڅوو چې د برابرو حقونو او ټولو لپاره د فرصتونو برابرولو لپاره ښه سبا راسره جوړه کړي.
مېرمن ميشل رمپل د مېرمن ټروډو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بدلون راوستلو ته تيار ياست؟ پر خپله ټويټر پاڼه داسي ليکلي:
د نجونو د سنتولو پر ضد له يوې خيریه موسسې سره مالي مرسته وکړه.
يا د کم عمر او په زوره ودولو پر ضد وينا وکړه.
يا داسي قوانين يا پروسې اعلان کړه چې د جنسي تاوتريخوالي ښځينه قربانيانې خوندي کوي.
بل هر څه به تر دې زيات اغېز ولري.
د کاناډا د پارلمان غړې ميشل رمپل چې په عکس کې نه غواړي سړي ته لاس ورکړي

وروسته د لارین هيوز په نوم یوې ښځې ټويټ کړی:
زه د ښځو په نړیواله ورځ ډېره خوشاله يم چې دا ورځ د ښځو په اړه ده. ډېره مننه. سړو ته په نورو ورځو هم ډېره مننه ويل کيږي.
 ميشل رمپل ورته په ځواب کې په طنزيه لهجه ليکلي دي:
لارين، د یو سړي سره لاس په لاس ودرېږه.
د ښځو په نړيواله ورځ د ښځو د خواخوږو او هڅوونکو سړو د لمانځلو پر پوسټ مېرمن ټروډو د ډېرو ښځو له مخالفت سره مخامخ شوه ځکه د هغوی په وينا، دا ورځ باید د ښځو وي او مېرمن ټروډو د خلکو تمرکز بلې خوا ته وړي.
یوې ښځې ورته لیکلي: ولې د ښځو په ورځ سړي ولمانځو؟
بلې ليکلي: زه حيرانه يم چې د ښځو لمانځلو لپاره ډېر څه کولای شو خو د سړو د لمانځلو غوښتنه کیږي. همکاري او اتحاد مهم دی خو ښځيتوب هم مهم دی.
بلې ښځې ليکلي: سوفي ته څه کوې؟ موږ په ټول کال کې یوه ورځ لرو. د ښځو نړيواله ورځ باید ستا پر مېړه جسټن ټروډو متمرکزه نه وي.


No comments:

Post a Comment