د افغانستان لور وسوځېده

کوټ واله توره چادري يې واغوسته او مخ يې په تور پوړني پټ کړ. ځان ته يې ويل:
کوم دی چې د سر درد مې ښه شو؟ اوس هم خبرې اورم، چيغي او ږغونه. ډاکټر وايي چې دوا وخوره. ورته ومې ويل چې کار نه کوي، کار نه کوي!
يوه شېبه وروسته، ځان ته:
دوی وايي پېريان دي. ولاړ به شي.
نجلۍ زيارت ته ننوته. خيرن کميسي ږيره ور ته يې حال ووايه. دوی وايي دا ملا دی.
خيرن کميسي ږيره ور ورته څلور غبرګه کاغذ ونیوه. غوږ ته يې خوله ور نيږدې کړه او خپله غوښتنه يې ورته وويل. د نجلې سترګې ډډې راوختې او ولاړه شوه. ورته ويې ويل،
نه دي تعويذ غواړم او نه دي مرسته.
څلور غبرګی کاغذ يې پرانيستی او ورته يې وکتل چې ورباندي د خيرن کميسي ږيره ور په ژبه کې څه ليکل شوي وو.
خدای تر تا او ستا تر مرسته لوی دی. او دا څه چې دي راته لیکلي دي، زه به يې درته ځواب درکړم.
کاغذ يې د زيارت سر ته ولاړې شمعې ته ونيوه او ايره يې کړ.
ږيره ور په وره کې ولاړ کس ته وکتل او سترګې يې پټې کړې. په وره کې ولاړ کس بيا يوه شېبه وروسته وتلی وو.
په تور پوړني مخ پټې نجلۍ د زيارت دبانديني وره ته ورسېده.
ږغونه ورته وايي، امريکايانو درته ويلي وو چې قرآن کريم وسوځوه؟ ولې دې دا کار وکړ؟ ولې دې قرآن کريم وسوځاوه؟ انجلۍ تر تور مول لاندي موسکی شوه او ځان ته يې وويل،
ښه نو تر ننې ورځې چې به مې اورېدل، اوس د هغو ږغونو مخونه هم ليدلی شم.
ږغونه زيات شول، او مخونه هم.
له ږغونو او مخونو سره لاسونه او پښې هم ملګري شوو. چا د افغانستان د لور پوړنی کشاوه او چا يې ورېښتان، چا يې غوښې شکولې، چا يې ژوند چور کاوه. ږغونو او مخونو له الله ج څخه واک واخيست او پخپله د قضاوت پر ګدۍ کښېنستل، پخپله يې پرېکړه وکړه او پخپله عمل. او دا ځکه چې دوی يوازي ږغونه او مخونه وو، عقل او منطق نه.
د افغانستان لور پر ږغونو غوږ نه نيوی او نه يې د دې ږغونو مخونو ته کتل، دې خو هغو مخونو ته کتل چې يوازي يې سترګې وې او بس، هغو سترګو ته چې يوازي يې د وږو ليوانو په منځ کې ګير هوسۍ ته کتل.

No comments:

Post a Comment